د الکلاسیکو سیالیو په لړ کې تېره شپه بارسلونا ریالمادرید فوټبال لوبډلې ته په خپل کور کې ماته ورکړه.
بارسلونا لوبدلې ریالمادرید لوبډلې ته ۳ د ۲ په وړاندې ماته ورکړه او لوبهیې وګټله.
دغه سیالي تېره شپه د ریالمادرید د سینتاګو برنابوو فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه.
د بارسلونا لوبډلې دوه ګولونه لېونل میسي ووهل، خو د ریالمادرید لوبډلې تېز لوبغاړی رونالدو د ګول په وهلو بریالی نهشو.
د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱:۱۵ دقیقې ایبار او اتلتیکو بیلباو په نیو کمپ سټېډیوم کې د سیالۍ ډګر ته وځي.