هوتک: سبا سې شنبه کابل کې د کرکټ میلیون‌لیګ سیالۍ پیلېږي

د الکوزي-کابل په نړیوال لوبغالي کې سبا د سې شنبې په ورځ د کرکټ د میلیون‌لیګ څلورم پړاو سیالۍ پیلېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د ۵ لوبډلو تر منځ ترسره کېږي او د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم په‌کې برخه اخلي.

ښاغلی هوتک وايي چې دغه سیالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي.

د کرکټ د میلیون‌لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په کابل کې پیل شوې چې له دوه کلن ځنډ وروسته‌يې دا دی څلورم پړاو پیلېږي.