د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشره نن روسيې ته لاړه

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني په داسې حال کې روسیې ته روانه ده چې د مسکو او اروپايي ټولنې د ۲۸ غړو تر منځ مخالفتونه اوج ته رسېدلي دي.

اغلې موګرېني به نن د ورځې په اوږدو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د اوکراین، لیبیا، ایران او دوه اړخیزو اړیکو په سر خبرې وکړې.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشرې دفتر ویلي چې فدریکا موګرېني به "په بهرني سیاست کې تر ټولو مهمو تړلو موضوع‌ګانو، له هغې ډلې د سوریې د جګړې په اړه خبرې وکړي."

د روسیي د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اروپايي ټولنې او روسیې اړیکې له یوه سخت پړاوه تېرېږي او مسکو تمه لري چې نن له اروپايي ټولنې سره د همکاریو د جوړولو په سر عملي خبرې وکړې.

موګرېني چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اېټالیا د بهرنیو چارو له وزارت وروسته په اروپايي ټولنه کې خپله نوې اوسنۍ دنده پيل کړه د روسیې په اړه‌یې نظر مثبت ښودل شوی و، خو تمه ده نن په بېلابېلو مسائلو له روسي چارواکو سره جدي خبرې ولري.