د کونړ دیني عالمانو تېر ماښام د دغه ولایت له مدني فعالانو سره د بلخ د وروستۍ مرګونې پېښې د غندنې او د پېښې قربانیانو ته د درناوي په غونډه کې وویل، د مسلمان وژنه جهاد نه، بلکې د اسلام بدنامول او فساد دی.
دیني عالم محمد انور وویل، څوک چې په جومات کې لمونځ کوونکي وژني، هغوی له اسلامي احکامو بېخبره دي او خلکیې باید په وړاندې راپاڅي.
مولوي نجیبالله حقیار وویل، د دولت په دننه کې داسې کړۍ شته چې له مخالفینو سره د بلخ په څېر پېښو کې مرسته کوي او خیانت کوي.
بلخوا د کونړ د مدني فعالانو له ډلې محمد شعیب غروال وویل، جګړهمار اوس په هېواد کې جوماتونو، قرانکریم، پګړۍ او نورو اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په سپکه ګوري او په خبرهیې، چې دوی یې دفاع ته چمتو دي.