د فرانسې د ولسمشرۍ د پرونیو انتخاباتو نېږدې بشپړه پایله ښيي چې منځلاری کاندید ایمانویل ماکرون او ښي اړخه سیاستواله ماري لوپین د انتخاباتو دوهم دور ته وتلي دي.
ټاکل شوې ده چې د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم پړاو د راتلونکې مې میاشت په ۷مه نېټه وشي.
د نېږدې ۹۹ په سلو کې شمېرل شویو رأیو پایلې ښيي چې مکرون ۲۳ عشاریه دوه اتیا اوماري لوپا یوویشت عشاریه ۵۷ په سلو کې رأی ګتلي دي.
لوپا د انتخاباتو پایله تاریخي وګڼله او مکرون بیا خپل پلویان وستایل چې د نوموړي په وینا د فرانسې مسیر يې بدل کړی دی.