د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین ولسمشر ته ویلي د اوکراین په ختیځ کې د روسيې اعمال د واشنګټن او مسکو تر منځ د اړیکو د نورماله کېدو مخته یو خنډ دی.
رکس ټېلرسن پرون په ټیلیفوني تماس کې پټرو پروشینکو ته له اوکراین څخه د امریکا د کلک ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر وویل، د دې ټیلیفوني تماس هدف له روسي مشرانو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د وروستۍ کتنې جزئیات شریکول وو.
مارک ټونر وویل، ټېلرسن په مسکو کې د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خپله کتنه کې هغه ته په ډاګه کړې ده چې که څه هم واشنګټن غواړي له مسکو سره اړیکې نورماله کړي خو د اوکراین په ختیځ کې د روسيې کړه وړه د دې هڅو مخ ته خنډ ګرځي.