مک‌مسټر په بلخ کې وروستۍ حمله وغندله

د امریکا د ملي امنیت سلاکار "اچ. ار" مک‌مسټر په بلخ کې وروستۍ حمله وغندله.

د ملي امنیت شورا د خبرپاڼې په حواله، ښاغلي مک‌مسټر پرون یکشنبه د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني له سلاکار سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې افغانان له ترورېزم سره په خپله مبارزه کې یوازې نه‌دي.

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویلي:

"زه د افغانانو د زغم او ټینګې ارادې دغه احساس خورا ډېر ستایم."

د افغانستان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویلي چې امنیتي ځواکونه به د "دښمن له عواملو او نفوذي عناصرو" پاک کړي.