په افغانستان کې د امریکا سفارت وايي، "په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو وحشیانه حملې زموږ له زړورو متحدانو، افغانانو سره زموږ تعهد لا کلک کړ."
د امریکا له سفارته په خبرپاڼه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، ویل شوي چې له افغانستانه د متحده ایالاتو د ملاتړ تعهد د "فولادو " په څېر کلک دی او داسې وحشیانه حملې د دوی اراده لا پیاوړې کوي.
په خبرپاڼه کې چې د امریکا سفارت د شارژدافیر په حواله خپره شوې، راغلي چې په داسې خلکو چې په جومات کې پر لمانځه ولاړ وو حمله د وسلهوالو طالبانو وحشت او ظلم څرګندوي.
د امریکا سفارت د دې پېښې له امله د افغانستان ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.