بلخ کې د وژل شویو عسکرو جسدونه د هغوی سیمو ته لېږدول کېږي

په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو په وروستۍ حملې کې د وژل شویو عسکرو او منصبدارو جسدونه د هغوی خپلو سیمو ته لېږدول کېږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بېګا ازادي راډیو ته وویل چې هرې سیمې ته د مړو د لېږدولو بهير پیل شوی او ځانګړي ترتیبات ورته نیول شوي دي.

دولت وزیري زیاته کړه:

"د شهیدانو د لېږدولو، د هغوی د تکفین او تدفین لپاره ټول ترتیبات ونیول شول او کمېسیونونه وټاکل شول. د هر ولایت چې وو، په هليکوپټرو، الوتکو یا امبلانسونو کې يې د لېږدولو ترتیبات نیول شوي دي."

د ښاغلي وزیري په وینا، حمله لسو کسانو چې د ملي اردو یونیفورم‌یې اغوستې وې، کړې وه.

حکومت ټینګار کوي چې د تلفاتو شمېر د ۱۰۰ په شااوخوا کې دی خو ځينې خپلواکې سرچینې وايي چې په حمله کې لږ تر لږه ۱۳۰ تنه وژل شوي دي.