د پاکستان پوځ وايي، څلور عسکر یې د ایران پولې ته نېږدې په بمي چاودنه کې وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي چې په دې چاودنه کې پرون یکشنبه درې عسکر زخمیان شوي دي.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، دې عسکرو په بلوچستان کې ګزمه کوله چې موټر یې په ماین والوت.
د حملې مسؤلیت لا چا نهدی اخیستی.