شمالي کوریا خبرداری ورکړی چې د امریکا یوه بېړۍ به چې په ارام سمندر کې د جاپان له دوو جنګي بېړیو سره په پوځي تمرینونو لګیا ده، ډوبه کړي.
دا خبرداری په شمالي کوریا کې د حاکم ګوند په ورځپاڼه کې خپور شوی دی.
شمالي کوریا ویلي:
"زموږ انقلابي ځواکونه تیار دي چې د امریکا هغه بېړۍ چې هستوي قدرت لري او الوتکې لېږدوي، په یوه وار ډوبه کړي."
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له شمالي کوریا سره د کړکېچ د زیاتېدو له امله، ارام سمندرګي ته د دې بېړۍ د استولو امر کړی دی.
جاپان هم له امریکا سره د همغږۍ له مخې خپلې دوه بېړۍ د امریکا له بېړۍ سره ملګرې کړې دي.
رپوټونه وايي چې د شمالي کوریا حکومت یو کوریایيالاصله امریکایي چې په شمالي کوریا کې استوګن شوی و، نیولی دی.
اوسمال، لږ تر لږه دوه امریکایان په شمالي کوریا کې بندیان دي.