د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان نن وویل چې د ګزمې یو غړی یې د اوکراین په ختیځ کې هغه مهال ووژل شو چې د هغوی د ځانګړي څارونکي ماموریت موټر پریوه ماین وخوت.
په دغه پېښه کې د دې سازمان دوه نور غړي ټپیان شوي دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ازادي راډیو ته د پېښې په تائید ویلي چې وژل شوی کس یو امریکایي روغتیا پال و.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان غړو د لوهانسک سیمې د بیلتون غوښتونکې تر ولکې لاندې یوه کلي کې ګزمه کوله.