پخوانی ولسمشر کرزی: نور وسله والو طالبانو ته ورونه نه وايم

پخوانی افغان ولسمشر وايي، هر هغه څوک چې د افغان وژنې ترڅنګ افغانستان ورانوي ترورېستان او پردي پال دي او له همدې امله نور وسله والو طالبانو ته ورونه نه وايي.

حامد کرزي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې په هېواد کې وروستیو پېښو ته په اشارې وویل، وسله وال مخالفین په افغانستان کې د پرديو د ګټو لپاره جنګېږي.

ښاغلي کرزي وویل:

"هرڅوک چې افغان وژني او د پردیو د اهدافو لپاره کار کوي دا تروریست دی، دا که داعش وي، که طالب او که هر څوک وي د تروریست معنی لري، هر هغه څوک چې د پردیو د سیاسي اهدافو لپاره خلک وژني تروریست دی."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ یوه ډله انتحاریانو د بلخ په ۲۰۹ شاهین قول اردو په داسې حال کې حمله وکړه چې د ملي اردو سرتېري د جمعې په لمانځه ولاړ او یو شمېر يې د غرمې د ډوډۍ په خوړلو بوخت وو.

که څه هم دفاع وزارت په دې پېښه کې د وژل شویو او ټپي سرتېرو شمېر شاوخوا سل تنه ښيي خو یوې روغتيايي پوځي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شویو کسان شمېر ۱۵۳ تنو ته رسېدلی او ۷۸ تنه نور ټپيان دي.