شمالي کوریا یو امریکایي تبعه په پیونګ یانګ هوایي ډګر کې نیولی

شمالي کوریا په وروستیو کې یو امریکایي تبعه چې له دې هېواده یې د وتلو نیت درلود په پیونګ یانګ هوایي ډګر کې نیولی دی.

د جنوبي کوریا د یانهوپ خبري آژانس د نامعلومو سرچینو له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي د کېم په نوم دغه کس چې عمر یې شاوخوا پنځوس کاله ښودل شوی، مرستندویه کارکوونکی او په چین کې د یابیان د ساینس او ټکنالوژۍ د پوهنتون پخوانی استاد و.

په پیونګ یانګ کې د سویډن سفارت ویلي چې د دغه کس چې د کوریا او امریکا دوه ګونی تابعیت لري، له توقیفه خبر دی خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

متحده ایالات او جنوبي کوریا له شمالي کوریا سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري او د دواړو ګټې د سویډن سفارت تأمینوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا د اټمي او میزائیلو د پروګرام پر سر له پیونګ یانګ سره د واشنګټن کړکېچ ډېر زیات شوی دی.