ارګ: بلخ پېښه کې طالبانو تر شا د یوه منظمې دولتي شبکې لاس شته

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د شاهین ۲۰۹ قول اردو په پېښه کې د وسله والو طالبانو تر شا د یوه منظمې دولتي شبکې لاس شته.

د ولسمشر د ویاندوې دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې خبریالانو ته که څه هم په دې اړه د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خېست، خو ټینګار یې وکړ چې په دې اړه پلټنې روانې دي:

"یوازې وسله وال طالبانو او نورې تروریستي ډلې په دغه کچه د عملیاتو او حملو توان نه لري، څو یو منظمه دولتي شبکه یې ترشاه لاس ونه لري."

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه که د شاهین قول اردو د قوماندان په ګډون هر چارواکی په پېښه کې ناغیړی کړي وی ورسره به قانوني چلند وشي.