د افغانستان د کرنې وزارت د بڼوالۍ پراختیا د برخې مسؤلین وايي چې په روان کال کې په تخار ولایت کې د ۸۰۰ مېوه لرونکو بڼونو کار بشپړ شوی دی.
په شمالختیځ زون کې د بڼوالۍ پراختیا مسؤل غلام محمد میاخېل نن ازادي راډیو ته وویل، دغه جوړ شوي بڼونه د ټولګټو پروژو له خوا د ۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوي چې کروندګرو ته د ګټې اخېستنې لپاره وسپارل شول.
تخار یو کرنیز ولایت دی چې د ډېرو خلکو ژوند کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ پورې تړلی دی.