په سوریه کې د جولان لوړو ته نېږدې نن د سوریې پر حکومت پلوه ځواکونو د اسرائیلو په یوه حمله کې درې سخت دریځي ووژل شول.
دا خبره د دغو ځواکونو یوه چارواکي وکړه.
ویل کېږي په دغه حمله کې د سوریې لوري ته د جولان په لوړو القنيطرة کې د رژیم پلوي ملي دفاعي ځواک په نښه شوی و.
د سوریې دولتي خبري آژانس سانا وویل، اسرائیل د سوریې پوځي پوستې ویشتي او زیانونه یې اړولي دي.
د دغه ځواک یوه چارواکي فرانس پرېس ته وویل چې دا روښانه نهده چې هوایي حملې دغه ویجاړۍ رامنځ ته کړي که د توپونو برید؟
د اسرائیلو پوځ د دغې حملې په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.
دغه پېښه دوه ورځې وروسته له هغې پېښیږي چې د اسرائیلو پوځ وویل چې د سوریې په جنوب کې د توغندیو د توغولو یوځای یې ویشتی چې ورڅخه توغول کیدونکي توغندي د جولان په لوړو کې دننه را ولوېدل.