د افغانستان مشرانو جرګې د شاهین ۲۰۹ قول اردو په پېښه کې امنیتي او کشفي ادارې په کمزروتیا تورنې کړې.
محمد علم ایزدیار د مشرانو جرګې لومړي مرستیال چې نن یې د دې جرګې مشري کوله وویل، په مدیریت کې کمرزوتیا، بې کفایتي، اختلافات، په مقرریو کې د سیاستوالو او زورواکو مداخلې دې ډول حملو ته لاره هواره وي:
"غفلت، بي کیفایتي، د سالم مدیریت نشتوالی، د حکومت د رهبرانو ترمنځ اختلافونه، د عاملینو نه مجازات او د معافیت فرهنګ هغه عوامل دي چې د پېښو په تکرار کې نقش لري."
ښاغلي ایزدیار زیاته کړه، دفاع وزیر او د ملي امنیت سلاکار سره په ناستو کې ورته ویل شوي چې په شاهین قول اردو حمله کې ۱۳۷ تنه وژل شوي او ۶۷ ټپيان شوي دي.