فاریاب چارواکي: بل‎چراغ کې عملیاتو ۱۵ طالبان وژلي

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په بل چراغ ولسوالۍ کې د خالد په نوم په روانو عملیاتو کې ۱۵وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ ټپیان دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم ازادي راډیو ته وویل، په عملیاتو کې ۷ کلي هم د وسله والو طالبانو له حضوره پاک شوي دي.

عبدالکریم زیاتوي چې په عملیاتو کې یو ملي پولیس هم وژل شوی دی.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.