د خوست د کلیو پراختیا ریاست له لوري د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو زرو بې ځایه شویو او بې وزله کورنیو سره د مرستو بهیر پیل شو.
د خوست د کلیو پراختیا ریاست سرپرست اکبر خوستي نن د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، دوی ته د اړمنو سره د مرستې په خاطر د اړوند وزارت له لوري ۱۵ قلمه مواد رسیدلي چې مستحقینو ته به په ترتیب سره ووېشل شي.
د ښاغلي خوستي په خبره، په یادو مرسته شوو موادو کې د خېمو او ترپالونو په ګډون د کورونو ځنې اړین توکي شامل دي.
نوموړي وویل، د مرستو مستحقین له وړاندې د دوی د سروې ډلو له خوا په نېږدې ټولو ولسوالیو او مرکزي اداري واحدونو کې مالوم او لېستونه يې جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، په خوست کې د کلیو پراختیا ریاست له لوري یو شمېر اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو سره داسې مهال د مرستو بهیر پیلوي چې په دې وروستیو ورځو کې د خوست د صبریو، یعقوبیو، تریزیو او د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ ډېرې سیمې سختې ګلۍ ځپلي او د خلکو کروندو ته يې دروند زیان اړولی دی.