د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ ده، دا ورځ د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان، یونېسکو لهخوا رامنځته شوه چې د نړۍ په څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کې دا مهال لمانځل کېږي.
د کتاب په نړیواله ورځ کتاب چاپوونکي، کتاب خرڅوونکي او د کتاب مینهوال په ګډه سره کار کوي او خلک کتاب لوستلو ته هڅوي.
په کندهار کې د ځينو شخصي کتابتونونو تر څنګ يو عامه کتابتون هم شته چې ۱۴ زره بېلابېل سیاسي، فرهنګي، تاریخي، ساینسي، اسلامي او نور کتابونه پهکې شته.
دغه کتابتون ته د ورځې په اوږدو کې لسګونه ځوانان د ازادې مطالعې لپاره ورځي چې زیاترهيې د ښوونځيو زدهکوونکي او محصلان دي.
د کندهار په عامه کتابتون کې په مطالعه بوخت کسان وایي، په دغه کتابتون کې د هرې موضوع لپاره ځانګړي کتابونه شته او دوی ورڅخه د خپلو درسونو او اضافي معلوماتو لپاره د پياوړو مأخذونو په توګه استفاده کوي.
دوی زیاتوي:
"زما نوم عزتالله دی او د کندهار پوهنتون د افتصاد پوهنځي محصل یم، زه ډېر وخت دلته راځم او خپل د خوښې وړ کتابونه مطالعه کوم."
"زما نوم عبدالله دی، د حقوقو د پوهنځي محصل یم، دلته د خپل پوهنځي اړوند کتابونه پیدا کوم او معلوماتيې راټولوم."
د افغانستان په څېر يوه هېواد کې چې د ګڼو سيمو اوسېدونکي يې ان د ښوونځيو کتابونو ته هم لاسرسی نهلري، د کتاب ویل پهکې نوې خبره ده.
د کندهار د عامه کتابتون مسؤل عبدالصمد ستري د کافي کتابونو نشتوالي ته په اشارې وايي چې دغه ستونزې په خلکو کې د مطالعې فرهنګ کمزوری کړی.
د ستري په وینا کندهار کې دا مهال د مطالعې لپاره کافي کتابونه نهشته او که وي هم لاسرسی يې کم دی.
نوموړی وایي، د ښوونځيو په ګډون په علمي مؤسساتو کې د اړتیا وړ کتابونه نهشته او په دې برخه کې عامه او پراخ کمپاين ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د تخصص د برخې کتابونه کم لرو لکه د اقتصاد، طب، انجنیري، زراعت چې د دې کتابونو مینهوال زیات دي اما عمومي، تاریخي، ادبي او نور کتابونو زیات لرو."
د ځینو څېړونکو په وینا افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د کتاب د لوستلو دود ورځ په ورځ پهکې کمزوری کېږي، په ځانګړي توګه د کتابونو په لیکلو او لوستلو کې د مېرمنو ونډه کمه ده.
په عین وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ویلي، په تېرو ۱۳ کلونو کې توانېدلي چې د هېواد په ښارونو او ځینو اطرافو کې د کتاب ويلو په هدف کتابتونونه جوړ کړي.
دغه وزارت په کندهار کې تېر کال د یوه لوی کتابتون د بنست ډبره کېښوده خو تر اوسهيي لا د بیارغونې چارې نهدي پیل شوي.
راپور : محمد صادق رښتینی