د امریکا او جاپان بيړیو په ارام سمندر‎ګي کې ګډ تمرینونه پیل کړل

د امریکا او جاپان بېړیو په داسې حال کې د آرام سمندر په لویدیځ کې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل چې امریکایي سمندري جزوتام له شمالي‎ کوریا سره د کړکېچ د زیاتوالي په ترڅ کې د کوریا ټاپو وزمې ته ورنژدې شو.

دوه جاپاني بېړۍ نن د یکشنبې په ورځ د امریکا له ضربه‎یي ځواک‎وړونکې کارل وینسن بېړۍ سره یوځای شوې.

جاپاني چارواکو ویلي چې د دوی ځواک به امریکایي بېړیو سره مختلف تکتیکونه تمرین کړي.

دا په داسې حال کې ده چې شمالي ‎کوریا د راتلونکې سې‎شنبې په ورځ د کوریا د خلکو د پوځ د تاسیس ۸۵‎مه کلیزه لمانځي چې د یو شمېر کارپوهانو په باور، ښیي پېونګ‎یانګ یوبل لمسونکی اقدام وکړي.

شمالي‎کوریا په وروستیو کې څو د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو آزموېنې ترسره کړې.