د بلخ حملې قربانیانو سره د مرستې په هدف ۳ کمېسیونونه ټاکل شوي

افغان حکومت د شاهین ۲۰۹ قول اردو د خونړۍ حملې د پلټنې او د پېښې له قربانیانو سره د مرستې په هدف درې کمېسیونونه ټاکلي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل په دغو کمېسیونو کې یوه دنده لري چې قربانیانو ته اکرامیه چمتو کړي، دویم یې ټپیانو ته رسېدنه وکړي او درېیم یې په هر اړخېزه توګه د پېښې څرنګوالی وڅېړي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په بېلابېلو برخو کې کمېسیونونه جوړ شوي او یو کمېسیون جوړ شوی چې له ټپیانو سره مرستې تنظیم کړي او بل کمېسیون جوړ شوی چې د مسئلې ټولې خواوې په هر اړخېزه توګه وڅېړي."

ښاغلی وزیري ټینګار کوي که ثابته شي چې په دې پېښه کې وظیفوي غلفت شوی، نو غفلت کوونکي کسان به له قانون سره سم مجازات شي.