د افغانستان ولسي جرګه د ۲۰۹ شاهین قول اردو د خونړۍ حملې په تړاو د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د دفاع وزارت چارواکي استجوابوي.
د دغې جرګې لومړي منشي عبدالقادر ځاځي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پریکړه نن د ولسي جرګې د رئیسانو په کمېټه کې شوې ده.
نوموړي وویل:
"د رئیسانو په کمېټه کې نن پریکړه وشوه چې د چهارشنبې په ورځ به د دفاع وزیر، لوی درستیز، د شاهین قول اردو قوماندان او کشفي او استخباراتي چارواکي استجوابوو."
د تېرې جمعې په ورځ وسله والو طالبانو په بلخ کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو باندې حمله وکړه چې د چارواکو په وینا ۱۴۰ تنه په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شول.