د جرمني یوه جګپوړي محافظهکار سیاستوال له اروپايي اتحادیې وغوښتل چې له ترکیې سره د دې اتحادیې د غړیتوب په اړه خبرې پای ته ورسوي.
نوربرت رویت ګین دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په وروستۍ ټولپوښتنه کې زیات واک ورکړای شو.
رویت ګین په یوه مرکه کې چې نن یکشنبه خپره شوه، وویل که اروپايي اتحادیې د ترکیې له ټولپوښتنې وروسته چې د ده په وینا د ډموکراسۍ خلاف پرېکړه وه، اقدام ونهکړ، د دې اتحادیې اعتبار به زیانمن شي.
رویت ګین د صدراعظمې انګلا مرکل د مسیحي ډموکراټ یا کرسیچین ډموکراټ ګوند غړی او د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس دی.