افغان حکومت بلخ کې د وروستۍ حملې په اړه څېړنې کوي

د افغانستان حکومت په بلخ کې پر ۲۰۹م شاهین قول اردو د وروستۍ حملې په اړه څېړنې کوي.

په دې حمله کې چې مسؤلیت‌یې وسله‌والو طالبانو اخیستی، د وژل شویو او زخمیانو دقیق شمېر لا نه‌دی څرګند خو د ملي دفاع وزارت‌یې د ۱۰۰ په شااوخوا کې ګڼي.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې د دې لپاره، د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال، لوی درستیز او د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال په بلخ کې دي.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په وېډیو کنفرانس کې د ملي دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو، د ملي امنیت له عمومي مشر، د ټولو ولایتونو له والیانو، د قول اردوګانو له مشرانو، امنیه قوماندانانو، د ولایتي شوراګانو له مشرانو او يو شمېر نورو حکومتي چارواکو سره پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

ښاغلي غني ویلي چې په افغانستان کې د جګړې ډول بدل شوی او دا هېواد له نړیوالو ترورېستي ډلو سره د نړیوالې مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.