د افغانستان ولسمشر نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.
د ولسمشر سرپرست ویاند شاهحسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ملي ماتم په بلخ کې د ملي اردو پر ۲۰۹م شاهین قول اردو د وروستۍ حملې قربانیانو ته درناوي له مخې اعلان شوی دی.
شاهحسین مرتضوي وویل:
"د شنبې په ماښام، ولسمشر حکم وکړ چې د جمعې ورځې د پېښې د شهيدانو درناوي لپاره به د یکشنبې په ورځ په ټول هېواد کې ملي ماتم وي."
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه چې ولسمشر غني پرون په بلخ کې د پېښې له یو شمېر زخمیانو سره وکتل او د دې حملې د څرنګوالي په اړهیې د جدي څېړنو امر وکړ.
د ملي اردو پر ۲۰۹ قول اردو د جمعې ورځې د حملې مسئولیت وسلهوالو طالبانو اخیستی دی.
د ملي دفاع وزارت وايي چې ۱۰۰ تنه وژل شوي او زخمیان دي خو د بلخ د ولایتي شورا رئیس ویلي چې ۱۴۰ تنه وژل شوي دي.