د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون شنبه د خپل پوځ یوه عسکر ته چې په افغانستان کې زخمي شوی و، د "پرپل هارټ" یا "ارغواني زړه" مډال ورکړ.
ولسمشر ټرمپ به د امریکا د پوځ د اعلی قوماندانۍ د مشر په توګه، د هغه هېواد یو شمېر پوځیانو ته چې د خدمت پر مهال زخمیان شوي، د ستاینې مډالونه ورکړي.
ولسمشر ټرمپ پرون په مریلېنډ کې د والتر رېډ په پوځي روغتون کې له زخمي عسکر الواروبارینټوس سره په لنډه کتنه کې وویل چې هغه غوښتل چې په خپل لاس مډال ورکړي.
دا امریکایي عسکر د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې چې د هغه هېواد تر ټولو اوږده جګړه روانه ده، زخمي شوی او پښهيې پرې شوې وه.
ډونالد ټرمپ او د هغې مېرمنې پرون له ېو شمېر نورو، هغو پوځیانو سره هم وکتل چې د والتر رېډ پوځي روغتون کې بستر دي.
د امریکا ولسمشران په دودیز ډول، د "پرپل هارټ" یا "ارغواني زړه" مډال هغو عسکرو ته ورکوي چې د جګړې په ډګر کې زخمیان شوي وي.