د فرانسې پولیسو یو تن نیولی چې په چاړه‌یې خلک وېرول او ګواښل

د فرانسې پولیسو پرون شنبه یو سړی چې د پاریس د رېل ګاډي په تم‎ځای کې یې چاړه په لاس کې وه، خلک‌یې وېرول او پولیس‌یې ګواښل نیولی دی.

په پېښه کې چاته زیان نه‎دی رسېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې په فرانسه کې نن د جمهوري ریاست ټاکنې کېږي.

په پاریس کې د پنجشنبې په ورځ یوه وسله‎وال سړي پر یوه پولیس ډزې وکړې او ویې‌وژل.

د حملې مسؤلیت د اسلامي دولت په نوم وسله‎والې ډلې یا داعش واخیست.

په فرانسه کې دوه کاله وړاندې په یو لړ وسله‎والو حملو کې ۲۳۹ تنه ووژل شول.

په دې هېواد کې له هغه راهیسې، د بېړني حالت اعلان پر ځای پاتې دی.