جمشیدي: ولسمشر غني پراخو عملیاتو سپارښتنه کړې

په بلخ کې د شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي وایي، ولسمشر بلخ ولایت ته په خپل سفر کې د شاهین قول اردو لوړپوړو امنیتي چارواکو ته حکم کړی چې د وسله والو مخالفینو په وړاندې خپل عملیات پراخه کړي.

ښاغلي جمشیدي وویل، ولسمشر د دغې پېښې د ټپیانو د وضعیت تر کتلو وروسته په شاهین قل اردو کې د امنیتي ارګانونو له چارواکو سره لیدنه وکړه او لارښوونه یې وکړه چې هر څومره ژر چې کېږي د دې قول اردو په مربوطو سیمو کې دې د وسله والو مخالفینو په وړاندې عملیات پراخه او پیل کړي.

ښاغلي جمشیدي ازادي راډيو ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني د دې حملې تر سره کول یو غیر انساني او وحشیانه عمل یاد کړ.

نوموړی وايي چې ولسمشر د افغانستان د دفاع وزارت له لوی درستیز څخه د پېښې د جدي څېړلو غوښتنه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني نن ۵:۳۰ بجو بېرته له بلخ څخه کابل ته راستون شو.