میانمار کې ۲ګرجستانيان د پیسو قاچاق په تور نیول شوي

دوه ګرجستاني وګړي په میانمار کې د ۹۰ زره ډالرو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د میانمار د یانګون ښار د پولیسو دفتر په یوې اعلامې کې ویلي چې دغه دوه کسان د یانګون په هوایي ډګر کې داسې مهال ونیول شو چې دغه پیسې یې تر کالو لاندې پټې کړې وې.

چارواکي شک لري چې دا پیسې پرون د صرافۍ له یوه دفتره غلا شوې دي.

د پولیسو په اعلامیه کې راغلي چې دغه کسان میانمار ته د سیاحت په وېزې ورغلي وو.