افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن بلخ ته په سفر کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لوړ پوړو چارواکو سره د تېرې ورځې د حملې په تړاو کتلې دي.
د دې قول اردو ویاند عبدالقهار ارام په سېمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ويلي چې ولسمشر غني دا مهال د ۲۰۹شاهین قول اردو په پوځي روغتون کې د تېرې ورځې د ټپیانو په پوښتنه بوخت دی.
تردې وړاندې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل چې د ۲۰۹شاهین قول اردو پرونۍ حمله به په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.
تراوسه د دغې حملې د تلفاتو په اړه چارواکو دقیقه شمېره نه ده ورکړې خو ځینو بهرنیو رسنیو ویلي چې په دې پېښه کې له ۱۴۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
په دهدادي ولسوالي کې پر شاهین دوه سوه نهم قول اردو د پرونۍ حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی.