ولسي جرګې د پنځو نورو غیر حاضرو وکیلانو دندې هم وځنډولې

د افغانستان ولسي جرګې د پرلپسي غیر حاضریو له امله د پنځو نورو وکیلانو امتیازات واخیستل.

د دغې جرګې منشي عبدالقادر ځاځي ازادي راډيو ته وویل چې په دغو وکیلانو کې امان الله ګذر، ملا عزت الله عاطف، علم خان ازادي، پیر بخش ګریدوال او اسحاق رهګزر نومونه دي.

ولسي جرګې تردې وړاندې د پرلپسي غیر حاضریو له امله د څلورو نور وکیلانو دندې ځنډولې دي او ټول امتیازات ترې اخیستي دي.

د افغانستان ولسي جرګې ویلي چې د اکثرو وکیلانو د غیر حاضرۍ له امله ډېرې غونډې بې‌نتېجې پای ته رسېږي.