ولسمشر غني پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله جنایت وباله

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جومات کې پر افغان سرتېرو حمله یو جنایت یاد کړی او هغه یې له ټولو انساني ارزښتونو خلاف بللی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل چې په بلخ کې د ۲۰۹شاهین قول اردو پرونۍ حملې په تړاو هر اړخیزه څېړنه کېږي.

له بلې خوا بیا د امریکایي پوځیانو یوه ویاند فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې په بلخ کې د ۲۰۹شاهین قول اردو په پرونۍ حمله کې تر ۵۰ ډېر افغان عسکر وژل شوي دي.

د دې حملې په ارتباط په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پوځیان چې یو شمېر یې پر لمانځه ولاړ و په نښه شوي دي.

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندې ویاند ډګروال جان توماس ویلي دي چې دی په دې اړه معلومات نه لري چې په مستقیم ډول په دې حمله کې امریکایي ځواکونه اغیزمن شوي دي که نه دي.

په دهدادي ولسوالي کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د پرونۍ حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.