افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ولایت امنیتي وضعیت ارزولو او د وروستۍ امنیتي پېښې ټپیانو سره د لیدنې په هدف دغه ولایت ته ورسېد.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال شېبه وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر غني د لوپوړي افغان پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته رسېدلی.
په بلخ ولایت کې د ازادي راډیو خبریال د سیمه ییزو چارواکو په حواله وايي چې ساعت وړاندې د امنیت تامین په هدف ۲۰۹ شاهین قول اردو کې ځانګړي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د وسله والو طالبانو حمله وکړه.
د دې حملې د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورنه ورکړل شوي دي.
یاده حمله د افغان ولسمشر، اجرائیه ریاست او په افغانستان د ناټو قوماندان لخوا غندل شوې ده.