وحدت: انګور اډه کې د پاکستان لخوا د پوستو جوړول څېړل کېږي

د پکتيکا چارواکي وايي د برمل ولسوالۍ په انګورو اډې سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له خوا د پوستې د جوړولو موضوع څېړل کېږي.

تر دې مخکې مشرانو جرګې اندېښنه ښوولې وه چې په انګورو اډې سيمه کې د پاکستاني پوځيانو د پوستې جوړولو مخنيوى نه دى شوى.

د پکتيکا والي محمد الياس وحدت ازادي راډيو ته وويل چې دوى تر وسه- وسه د دې پوستې د جوړولو مخنيوى کړى دى.

وړاندې هم د برمل ولسوالۍ په انګورو اډې سيمه کې د پاکستاني پوځيانو د تحرکاتو په باب اعتراضونه شوي دي.