نورستان والي: کامدېش ته طبي ډاکټران رسېدلي

د نورستان والي وايي، په کامدېش ولسوالۍ کې هغې ساحې ته ډاکټران او طبي ډلې رسېدلي چې د شري ناروغۍ په کې ځينې ماشومان مړه کړي وو.

حافظ عبدالقيوم ازادي راډيو ته وويل، طبي ډلې او ډاکټرانو په شري يا سرخکان د اخته ماشومانو درملنه پيل کړې ده:

"شرى کنټرول شوى دى، ساحې ته ډاکټران ورغلي او هېڅ مشکل نه شته، تر يوه وخته خنډونه وو، خو طبي ډلې ساحې ته ورغلي او هغوى تداوي کوي."

دغه ناروغي دوې مياشتې مخکې خپره شوې وه چې په لومړنيو راپورونو کې د مړو ماشومانو شمېر ١۵ تنه ښودل شوى و.

خو والي وايي د دوى وروستي معلومات ښيي چې په شري ناروغۍ يوازې ٧ ماشومان مړه شوي دي.