پاکستان کې یو سړي باندې مقدساتو ته سپکاوي په تور حمله شوې

د پاکستان په شمال کې يوه ډله کسانو پرون د جمعې د لمانځه پر مهال پر يوه سړي چې مقدساتو ته د سپکاوي تور ورباندې پورې شوى و، حمله وکړه.

په پېښه کې ګڼ پوليس هم چې د دې ځوان د ژغورنې هڅه يې کوله ټپيان شوي دي.

دا روانه مياشت په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي مربوطه درېيمه پېښه ده.

تر دې مخکې د عبدالولي خان پوهنتون محصل مشال خان د قهرېدلو کسانو له خو په همدې تور په وهلو-ډبولو مړ کړاى شو.

په چترال کې پرون پوليسو وروسته له هغې پر قهرجنو کسانو اوښکي بهوونکي ګاز وکارول او هوايي ډزې يې وکړې چې دوى د پوليسو پر محلي مرکزونو حمله وکړه.

دغو پارېدلو خلکو غوښتنه درلوده، رشيد احمد دې چې مقدساتو ته د سپکاوي تور ورباندې پورې شوى، وروسپارل شي څو دوى ورباندې عدالت عملي کړي.

عيني شاهدانو ويلي، احمد تر دې مخکې يوه جومات ته داخل شو او ويې ويل چې غواړي ضروري اعلان وکړي.

د دوى په وينا چې احمد ځان مسيح وباله.

له دې سره پارېدلو کسانو پر رشيد احمد حمله وکړه، خو د محلي پولسو يوه قوماندان اکبر علي شاه وويل، داسې ښکاري چې تورن کس ذهني ناروغي لري.