د شینوارو قومي مشرانو د حافظ سعید اس ولسمشر ته تحفه کې ورکړ

ارګ وايي د شینوارو قومي مشرانو نن په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې نوموړي ته په سیمه کې د داعش د وژل شوي مشر حافظ سعید شخصي اس چې پاڅون والو له دغې ډلې په غنمت نیولی و، په تحفه کې ورکړ.

ولسمشر غني په ارګ کې د ننګرهار د یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل او په دې ولایت کې يې د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

ولسمشر غني د داعش سره په مبارزه کې د ننګرهار د ولسونو هوډ وستایه او ژمنه یې وکړه چې د داعش په ضد چې د هر راز زور استعمال ته اړتیا پېښه شي درېغ به یې نه کړي.

ولسمشر زیاته کړه، دا جنګ د افغانستان جنګ نه دی دا پر افغانستان باندې جنګ دی، ځکه داعش او تروریستان غواړي دا سیمه کنټرول کړي او بیا ځالې په کې جوړې کړي.

په همدې لیدنه کې ولسمشر د نیاز بي بي په نوم یوه مور ته چې د کوټ په ولسوالۍ کې یې د داعش په ضد پاڅون کې درې زامن او درې لمسیان وژل شوي و او یو زوی یې ټپي شوی دی، هغې سره د خواخوږۍ او غمشریکې او د هغو د خدمتونو د تقدیرولو په خاطر د یو فرمان په صادرلو د میوند معرکې اتلې ملالۍ عالي دولتي مډال ورکړ.