پاکستانۍ رسنۍ: د انګور اډې لار پرانیستل شوې

د پاکستان رسنۍ وايي چې په جنوبي وزیر ستان کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د انګور اډې لاره د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوې ده.

د انګورو اډې لاره څلور میاشتې مخکې وروسته له هغې وتړل شوه چې افغان او پاکستاني پوله ساتو دغلته د پاکستاني لورې له خوا ډیورند کرښې ته نېږدې د یوې د دروازې د جوړولو پر سر پر یو بل ډزې وکړې.

د دې لارې د پرانیستو پریکړه پرون د پاکستاني پوځي او ځايي چارواکو سره د قبایلي مشرانو په یوه جرګه کې وشوه.

افغان لورې تر اوسه د دې لارې د پرانیستل کېدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د یوې پاکستاني سرچینې په حواله ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د غلام خان بندر به هم د جمعې په ورځ پرانیستل شي.

د غلام خان لاره پاکستاني پوځ د فیبروۍ په میاشت کې په دې هېواد کې له یو لړ تروریستي بریدونو وروسته وتړله.