سنګري: ارزګان کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۶ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ په دغه ولایت کې د عملیاتو پرمهال ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال علام فاروق سنګري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یاد وسله وال د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په شمال ختیځ برخه کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې پنځه نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.

سنګري وايي چې د یادو عملیاتو پر مهال د یاد ولایت د امنیت امر عبدالقوي په ګډون دوه پولیس هم سطحې ټپیان شوي دي او په خبره چې عملیات لاهم روان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.