د ایران ولسمشرۍ ته د ولاړو کاندیدانو وروستی لېست خپور شو

Iran -- Six Presidential nominees after Guardian Council vetting. Raeisi, Mirsalim, Rouhani, Ghalibaf, Hashemitaba, Jahangiri.

د ایران نګهبان شورا د هغه هېواد پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد چې د راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره یې ځان کاندید کړی وو ، رد کړ.

سره له دې چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یې له احمدي نژاد څخه غوښتي وو چې په انتخاباتو کې ځان کاندید نه کړي، خو هغه خپل نوم لیکلی وو.

د ایران دولتي تلوېزیون راپور ورکړی چې د اوسني ولسمشر حسن روحاني او ابراهیم ریسي نوماندي د نګهبان شورا لخوا تائید شوې ده.

ټاکل شوې ۵۶ کلن ریسي چې د خامنه یې له پلویانو څخه دی، په دې انتخاباتو کې د روحاني تر ټولو مهم سیال وي.

د هغو شپږو نوماندانو لېست چې د نګهبان شورا لخوا تائید شوي دي، پرون خپور شو.

په ټوله کې ۱۶۳۶ تنو خپل نومان د انتخاباتو سیالۍ لپاره ثبت کړي و چې ۱۳۷ تنه یې ښځي وې، خو د نوماندانو په وروستي لېست کې د هېڅ ښځې نوم نشته.