په بدخشان کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په نتیجه کې دوه سرتېري او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د بدخشان د والي نیک محمد نظري په حواله وایي چې دا پېښه پرون شوې ده.
ښاغلي نظري د دې پېښي مسؤلین طالبان بللي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هغه ماینونه او چاودیدونکي مواد چې له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې پاته دي، د اټکل له مخې هره میاشت شااوخوا ۱۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړوي.