نظر پوښتنه:۵۶ سلنه روسان د «لېنن» په اړه مثبت نظر لري

د لیوادا په نوم د خپلواکې ادارې په نظرپوښتنه کې څرګنده شوې چې د تېرې لسېزې په پرتله، زیات روسان د بلشویک انقلاب د مشر ولادیمیر لېنن په اړه مثبت نظر لري.

په دې سروې کې چې پرون خپره شوه، راغلي چې ۵۶ فیصده روسان په دې باور دي چې ولادیمیر لېنن د هغوی په تاریخ کې مثبت رول لوبولی او یوازې ۲۲ فيصده روسانو د هغه په اړه منفي نظر څرګند کړی دی.

په هغه نظر پوښتنه کې چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې شوې وه، یوازې۳۶ فيصده روسانو د لېنن په اړه مثبت نظرڅرګند کړی وو.

سږکال د بلشویک انقلاب سليزه بشپړېږي.

دا انقلاب په ۱۹۱۷ میلادي کال کې وشو چې په پایله کې یې په ۱۹۹۲ میلادي کال کې پخوانی شوروي اتحاد رامنځ ته شو.

ولادیميرلېنن په ۱۹۲۴ میلادي کال کې مړ شو خو جسد یې لا هم د مسکو په سره مېدان کې، په یوه ځانګړي شيشه ایې صندوق کې اېښی دی.

د لېوادا ادارې په نظر پوښتنه کې څرګنده شوې چې ۵۸ روسان باورلري چې د لېنن جسد باید خاورو ته وسپارل شي خو ۳۱ فيصده خلکو ویلي چې د هغه جسد باید پرخپل ځای پاتې شي.

لېوادا ادارې، د مارچ له یو دېرشمې داپرېل تر درېمې ددې سروې په ترڅ کې له شپاړس سوه روسانو سره خبرې کړې دي.