روېټرز: یوه روسي مرکز د امریکا ټاکنو کې د مداخلې پلان جوړ کړی

روېټرز خبري اژانس وايي، د روسیې حکومت یوه تحقیقاتي مرکز چې غړي یې د استخباراتو پخواني مأمورین او د کرملېن له لوري ټاکل شوي، د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د مداخلې پلان جوړ کړی و.

روېټرز دا خبر پرون په هغه راپور کې خپور کړ چې د درې برحاله او څلورو پخوانیو امریکايي چارواکو په حواله جوړ شوی و.

هغوی د هویت پټ‌پاتې کېدو په شرط خبرې کړې وې.

د روېټرز په راپور کې راغلي، دې چارواکو د هغو دوو پټو اسنادو په اړه معلومات وړاندې کړي چې د "روسیې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز" برابر کړي و او د امریکا استخباراتي ادارو تر لاسه کړي دي.

د روېټرز په وینا، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یوه ویاند په امریکا کې د جمهوري ریاست په وروستیو ټاکنو کې د لاسوهنې ادعاوې رد کړې خو د دې تازه راپور په اړه له تبصرې یې ډده وکړه.

د روسیې خبري اژانس، تاس پرون د روسیې د ستراتيژیکو مطالعاتو د مرکز د یوه ویاند په حواله چې نوم‌یې نه‌دی اخیستی، وویل: "دا د خندا وړ ده چې غربي مطبوعات په دې اړه د تبصرې غوښتنه کوي."