د کابل ګارنېزیون چارواکي وايي، په کابل ښار کې ځینې کړۍ شته چې ناامنیو ته لمن وهي، اما حکومت چمتو دی چې په خپل وختیې مخه ونیسي.
د کابل ګارنېزیون رئیس ګل نبي احمدزي نن له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دغه کسان د شخصي ګټو له امله په خلکو کې وېره خپروي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د ملي شورا ځینو غړو په کابل ښار کې په ناامنیو، غلاوو او د خطرناکو بانډونو په فعالیت اندېښنه څرګنده کړې وه.