نیمروز کې د کمال خان د برېښنا بند د درېیم فاز کار پرانیستل شو

افغان ولسمشر په نیمروز ولایت کې د کمال خان د برېښنا بند د درېیم فاز کار افتتاح کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل، ښاغلی غني نن د همدې کار لپاره نیمروز ولایت ته تللی و.

د کمال خان بند د نیمروز د مرکز زرنج په ۷۵ کېلو مترۍ کې په شمالي ولسوالۍ چهاربرجک کې د هلمند پر سيند ودانېږي.