نړیوال بانک د افغانستان د څو لویو شرکتونو د بیمې ضمانت کړی

د سوداګرۍ او صنایعو نړیوالې خونې مسؤلین د نړیوال بانک د څو اړخیزې پانګونې د تضمین نمایندګي «مېګا» له‌خوا په افغانستان کې د څو لویو شرکتونو د بیمې له ضمانت څخه تود هرکلی کوي.

د سوداګرۍ او صنایع نړیوالې خونې ویاند قدیر بهمن د پنجشبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوی شرکتونه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ۱۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت بیمه شوي دي.

نوموړی وایي چې په افغانستان کې د ناامنۍ، اداري فساد او د بیمې د نا منظم سیسټم له امله لوی شرکتونه او خصوصي سکټور نه‌غواړي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

ښاغلی بهمن وایي چې مېګا په افغانستان کې د دغو درېیو شرکتونو د هر راز ستونزو په وړاندې د پانګونې ضمانت کوي.