د بارسلونا او د یوونتوس فوټبال لوبډلو سیالي مساوي شوه

د هسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې د بارسلونا او د یوونتوس لوبډلې تېره شپه سیالي مساوي پای ته ورسوله.

د بارسلونا او یوونتوس لوبډلو تر منځ دغه سیالي چې د هسپانیه په نیو کمپ لوبغالي کې ترسره شوه صفر د صفر په وړاندې مساوي پای ته ورسېده.

په پام کې ده د دغو سیالیو په لړ کې د جمعې په شپه د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ سیولیا «Sevilla» او ګرنادا لوبډلې د یو بل په وړاندې ولوبېږي.