روسیې د شمالي کوریا په اړه یو پرېکړه‎لیک ویتو کړ

د روسیې حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه‎لیک ویتو کړ چې د شمالي کوریا د وروستۍ اټمي ازموینې د غندلو لپاره برابر شوی و.

خو ډيپلوماتانو ویلي، د چین حکومت د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک د طرحې چې په کلکو ټکو لیکل شوی و، ټینګ ملاتړ کړی دی.

د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په پرونۍ طرحه کې له شمالي کوریا غوښتنه کېده چې اټمي ازموینې بندې کړي او د مزایلو له توغولو لاس واخلي.

د شمالي کوریا حکومت څو ورځې مخکې، د مزایلو ناکامه ازموینه وکړه.

خو د امنیت شورا ډیپلوماتانو ویلي، مسکو غوښتل چې د امنیت شورا په پرېکړه‌لیک کې په پخوانۍ ژبه خبرې وشي او د مخکنیو پرېکړه‌لیکونو په څېر د شمالي کوریا د مسئلې د حل لپاره پر خبرو او ډیالوګ ټینګار وشي.

امنیت شورا تېره میاشت د شمالي کوریا د مزایلو د درېیو ازموینو په غندلو کې یوه خوله وه او د بې‌ثباتۍ زیاتولو لپاره د شمالي کوریا د هڅو له امله‌یې شدیده اندېښنه څرګنده کړې وه.

د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په پرونۍ طرحه کې جدي اندېښنه څرګنده شوې وه او د شمالي کوریا حکومت ته خبرداری هم ورکړل شوی و چې پر ضد به‌یې نور اقدام وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هېلي ویلي چې د بحران د مخنیوي مسئولیت د شمالي کوریا پر غاړه دی.